آوا - ورځني کتنه: دا ښايي د همدې پروژې دوهم پړاو وي، چې لومړی پړاو یې په دوحه کې ترسره شو. خو هر هغه پروژه چې د هېواد له دننه څخه د ټولو خلکو په اراده او مشروع انتخاب سره عملي نه شي، له ناکامۍ سره مخ کېږي او ناوړه پايلې به ولري. په تېره بیا که امریکا او د هغه اجیران او لاس پوڅي چې یوه طرف ته وي.
آوا - ورځني کتنه: که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې آیا د استرالیا حکومت په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د جنایتونو قربانیانو ته کم څه ورکولو ته لیواله دی او که نه، خو هیڅوک به دا ادعا ونه کړي چې په دې شرایطو کې عدالت تامین شوی او قربانیانو خپل حقونه ترلاسه کړي او که نه، او د استرالیا مجرم او تیري کوونکي حکومت او اردو د هغو وحشتناکو جرمونو لپاره پوره جزا ...
آوا - ورځني کتنه: له دې نه انکار نه شي کېدای چې د رسنیو پر کار محدودیتونه زیات شوي او لامل یې دا دی چې نظام نوی دی، امنیت یې نازک او زیانمن دی، د هېواد دښمنان ډېر دي او یو هم د دوی د اندیښنې وړ رسنۍ دي، چې له همدې امله د حکومت امنیتي حساسیتونه زیاتیږي او طبیعي ده چې پر رسنیو هم بندیزونه زیاتیږي.